د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو دشننې مرکز، د پخوانیو روزنیز پروګرامونو لړۍ په دوام، دا ځل د سویل ختیځ صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو لپاره د شکمنو معاملو رپوټونه د ثبت او رپوټ ورکولو بهیر چې په بریښنایي بڼه څنګه رپوټ سی؟، وړاندی کړل. دا پروګرام د چنګاښ او لیندۍ میاشتو کې ترسره شو، چې موخه یی دپېسو وینځلو او د بغاوتگرو ډلو د تمویل سره مبارزه، د پیسو وینځلو سره د مبارزې رژیم موثریت، دقت او د قانون رعایتولو او تطبیق ښه کول دي.
په دې جریان کې په سویل ختیځ زون کې، دصرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د 209 مرکزي دفترونو او څانګو کارکوونکو لپاره د شکمنو معاملو د ثبت او رپوټ ورکولو څرنګوالی په اړه ښوونیز او عملي پروګرامونه وړاندې شول.